یوناما: د افغانستان د ښځو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=156435
۳ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 156435
کې خپور شو 3 ساعتونه پیش

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما ویلي چې د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه په زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون کې ورځ تر بلې زیاتېږي، چې دا به د افغان ښځو بنسټیز حقونه او د هېواد راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.

په اعلامیه کې ویل سوي چې ملګري ملتونه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د حقونو د ملاتړ ژمن دي او له اوسني واکمن نظام څخه غواړي چې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره سم عمل وکړي.

یادې اندېښنې په داسې حال کې څرګندې سوې دي چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو پر ټولنیز او تعلیمي حضور پراخ محدودیتونه لګولي او تراوسه یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستو په اړه کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
گوترش-1
ګوتریش: نړۍ باید د لويو ننګونو د مقابلې لپاره متحده سي
انتونیو ګوتیریش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د «ملګرو ملتونو د ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې له هېوادونو وغوښتل چې د همکارۍ او نړیوال یووالي ژمنتیا تازه کړي.
6042096457021590331
د طالبانو او روسیې ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا؛ د دیپلوماتانو روزنه د بحث اصلي محور
د روسیې د علم او فرهنګ مرکز په کابل کې خبر ورکړی چې د دې مرکز مسؤلینو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دیپلوماسۍ د انستیتوت له چارواکو سره تازه لیدنه او خبرې کړې دي.
سخنگوی-طالبان-1-5
د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند موافقه لا تر اوسه وروستۍ سوې نه ده، او د دې له امله نه ده اعلان سوې چې د تړون منځپانګه بشپړه سوی نه ده.
safir-taliban
د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، د اندونیزیا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او ختیځې آسیا د برخې له رئیس ریکی احسان سره د لیدنې پر مهال د پر سولې، ښه ګاونډیتوب او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.