د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ اندریکا راتوته، د یوناما د دفتر مرستیال، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کي څرګنده کړې ده چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په ۲۰۲۵ کال کي ۲.۵ میلیارده ډالر د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره مصرف کړي دي.
راتوته ویلي دي چې یادې مرستي د هغو کډوالو د وضعیت د ښهوالي لپاره کارول سوي دي چې د ګاونډیو هېوادونو د فشارونو او جبري ایستلو له امله افغانستان ته راستانه سوي دي.
د یوناما مرستیال په دې کتنه کي زیاته کړې ده چې د کډوالو پراخه راستنیدنه په یوه لنډه موده کي د افغانستان نفوس نږدې ۱۰ سلنه لوړ کړی دي ، دې حالت د هېواد پر سته منابعو او بنسټیزو خدماتو باندي لوړ فشار راوستي.
مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د مرستو څخه مننه کړې ده او د بشري مرستو د دوام، د راستنېدونکو د بیاځلي ټولنیز ادغام، او د هغوی د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پورهکولو لپاره یې د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د سیمي او نړۍ د هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو بېساری زیاتوالی د سرپناه، معیشت، او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کي جدي اندېښنې راولاړي کړي دي.



