یاسین قادري، افغان اتل، د مستر المپیا سیالیو کې ګډون ونه سوای کولی

یاسین قادري، مشهور افغان اتل او د ۲۰۱۷ کال «د نړۍ د عضلاتو ښاغلی» لقب لرونکی، د ویزې د ستونزو له امله د مستر المپیا نړیوالو سیالیو کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړ.
یاسین قادري، افغان اتل، د مستر المپیا سیالیو کې ګډون ونه سوای کولی

د افغان ورزشکارانو لپاره د ویزې د صادرېدو د ستونزو د دوام په ترڅ کې، یاسین قادري، چې د هېواد یو مشهور اتل دی او د ۲۰۱۷ کال «د نړۍ د عضلاتو ښاغلی» لقب یې ترلاسه کړی، د مستر المپیا نړیوالو سیالیو کې ګډون ونه کړ. د دې ورزشکار د نږدې سرچینو په وینا، د هغه د ویزې پروسه د نامعلومو دلایلو په اساس ودرېده، او دې ستونزې د نړۍ د بدن‌جوړونې په معتبره سیالیو کې د هغه د ګډون مخ نیوی وکړ.

یاسین قادري په وروستیو کلونو کې د دوامداره تمرینونو او لوړې آمادګۍ سره ځان د مستر المپیا لپاره تیار کړی وو، او تمه کېده چې بیا به د افغانستان نوم په نړیواله کچه روښانه کړي. په نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو محرومیت، د ورزش د پراختیا په لار کې د افغانستان د جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي. کارپوهان وایي چې د دې وضعیت دوام به ورزشکاران مایوسه کړي او افغانستان به په نړیوالو ورزشی ډګرونو کې شاته پاتې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x