ګوتریش: نړۍ باید د لويو ننګونو د مقابلې لپاره متحده سي

انتونیو ګوتیریش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د «ملګرو ملتونو د ورځې» په مناسبت په خپل پیغام کې له هېوادونو وغوښتل چې د همکارۍ او نړیوال یووالي ژمنتیا تازه کړي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=156431
۳ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 156431
کې خپور شو 3 ساعتونه پیش

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، انتونیو ګوتریش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې یو ځل بیا د نړیوالې همکارۍ او یووالي ژمنتیا څرګنده کړي او د پیاوړتیا لپاره یې ګډ کار وکړي.

ګوتریش د جمعې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې اوسنی نړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ ده له جګړو او شخړو نیولې تر اقلیمي بحران، د کنټرول نه وتلو ټکنالوژیو، او د څو اړخیز نظام پر ضد ګواښونو پورې.

هغه زیاته کړه چې اوس نړۍ تر هر بل وخت ډېر د اتحاد او ګډ کار اړتیا لري، څو هغه ستونزې حل کړي چې هېڅ یو هېواد یې یوازې نه سي حلولی. هغه په خپل پیغام کې ویلي: «ملګري ملتونه یوازې یوه اداره نه ده، بلکې یوه ژوندۍ وعده ده داسې وعده چې پولې او وچې یې سره نښلولي او نسلونو ته یې الهام بخښلي دي.

په تېرو اتیا کلونو کې موږ د سولې د ټینګېدو، د فقر او لوږې پر ضد د مبارزې، د بشري حقونو د ودې، او د یوې دوامدارې نړۍ د جوړولو لپاره هڅې کړي دي.» د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا ورځ د دې ادارې له منشور سره د بیا ژمنېدو یوه ښه موقع بللې او ټینګار یې کړی: «راځئ چې یو موټی سو او د ملګرو ملتونو دا حیرانونکې وعده پوره کړو. کله چې موږ انسانان د یووالي پرېکړه وکړو، هېڅ شی ناممکن نه وي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
6041776537792613216
یوناما: د افغانستان د ښځو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی
د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتیایمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او انجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
6042096457021590331
د طالبانو او روسیې ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا؛ د دیپلوماتانو روزنه د بحث اصلي محور
د روسیې د علم او فرهنګ مرکز په کابل کې خبر ورکړی چې د دې مرکز مسؤلینو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دیپلوماسۍ د انستیتوت له چارواکو سره تازه لیدنه او خبرې کړې دي.
سخنگوی-طالبان-1-5
د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند موافقه لا تر اوسه وروستۍ سوې نه ده، او د دې له امله نه ده اعلان سوې چې د تړون منځپانګه بشپړه سوی نه ده.
safir-taliban
د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، د اندونیزیا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او ختیځې آسیا د برخې له رئیس ریکی احسان سره د لیدنې پر مهال د پر سولې، ښه ګاونډیتوب او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.