ګوتریش: د افغان ښځو او نجونو حقونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجنډا په سر کې دي

ګوتریش: د افغان ښځو او نجونو حقونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجنډا په سر کې دي

 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندېښنو محور دی او دا موضوع به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجنډا په سر کې وي، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ پیل شي.

 

ګوتریش له خبریالانو سره په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه “د ټولو اندیښنو محور دی” او دا مسله به “یو له هغو مسلو څخه وي چې د اجنډا په سر کې وي.”

 

هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم په خپلو دوو غونډو کې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر وضعیت خبرې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید غندلی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x