د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ساینس په برخه کې د ښځو او انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۱ مه، په ټولنیزه شبکي آيکس پاڼه کي په یوه پیغام کې لیکلي چې سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ښځو ته د زدهکړې زمینه پراخه سوې، لا هم یوازې شاوخوا یوه پر درېمه برخه د نړۍ څېړونکي ښځې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا، دغه جنسيتي توپیر د علمي پرمختګ او تل پاتې ودې په لاره کې جدي خنډ دی او نړيواله ټولنه باید د دې د لهمنځه وړلو لپاره اقدام وکړي.
ګوترش ټینګار وکړ چې د ښځو او انجونو لپاره مساوي فرصتونه رامنځته کول ترڅو خپل علمي اهداف ترلاسه کړي، نه یوازې بنسټیز حق دی، بلکې د نوښت، پرمختګ او د ټولې نړيوالې ټولنې د ګټو لپاره هم اړین دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي مخکې هم په بېلابېلو مناسبتونو کې د ښځو د زدهکړې، وړتیا لوړونې او په ټولو برخو کې د فعال ګډون ارزښت ، په ځانګړې توګه په علمي او ټکنالوژیکو برخو کې، د پایښت لرونکي پرمختګ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره ټینګار کړی و.



