د ۲۰۲۴م کال د دسمبر لسمه، نړۍ یو ځل بیا د بشري حقونو یادونه کوي، خو په افغانستان کې دا کلمه لا هم په بند کې ده. طالبان د دین له سخت، تنګنظر او تاوتریخوالي ډک تفسیر سره، او امریکا د ازادۍ له دوهګونې څېرې سره، دواړو د افغانستان د ملت روح او روان ژوبل کړی دی. دا قلم په فلسفي، دیني او انساني لید سره د افغانستان د بشري حقونو وضعیت څېړي، د نړیوالو قدرتونو ریاکاري تر نقد لاندې نیسي او د ملت د ژغورنې لپاره د هوښیارانه او زړه سوی لارې وړاندیز کوي.
د دسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ، د کرامت لپاره د بشریت د ګډ آرمان، ازادۍ او عدالت نښه ده. خو په افغانستان کې دا ورځ د لمانځلو پر ځای د زړو او نوو ټپونو یاد راژوندی کوي.
د ملګرو ملتونو د سږکال شعار: “زموږ حقوق، زموږ راتلونکی” دی؛ خو په هغه هېواد کې چې میلیونونه انسانان د تر ټولو لومړنیو انساني حقونو څخه بې برخې دي، دا شعار د یوې ترخې ټوکې په څېر ښکاري.
اوسنی افغانستان د دوه ډوله ریاکاریو د ټکر ډګر دی: د طالبانو مذهبي ریاکاري او د لوېدیځ سیاسي ریاکاري. یو د دین په نوم وژني، بل د ازادۍ او بشري حقونو په نوم، خو په عمل کې دواړه د انسان په پښو لاندې کولو کې شریک دي.
اسلام په خپل بنسټ کې پر انساني کرامت، عقل، ازادۍ او د انسان د حقونو پر حرمت ټینګار کوي. قرآن وایي:
“وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ” (اسراء ۷۰)
یعنې موږ د آدم اولاد باعزته کړ.
د اسلام په منطق کې هېڅ انسان د قوم، ژبې، مذهب یا جنسیت له امله د ژوند، ازادۍ او کرامت له حق څخه نه محرومیږي.
خو طالبانو د دین په قبایلي تفسیر سره د دې الهي پیغام روح په زنځیر بند کړی. هغوی د دې پر ځای چې دین د انسان د لارې څراغ کړی، هغه یې د واکمنۍ او وېرولو اله جوړ کړی؛ په داسې حال کې چې د رحمت پېغمبر (ص) ویلي دي: “ټول انسانان سره برابر دي، لکه د ږمنځ د غاښونو په څېر.”
طالبان نه یوازې له نړۍ، بلکې له اسلام سره هم په ټکر کې دي. هغوی له اسلام نه داسې څېره جوړه کړې چې د علي (ع) له عدالت، د پیغمبر (ص) له رأفت، او د قرآن له حکمت سره هېڅ تړاو نه لري.
په ننني افغانستان کې ښځه له ښوونځي، پوهنتون او کار څخه منع سوې، خو فاجعه یوازې د ښځو سره تعصب کې نه راټولېږي. د نارینهوو، ماشومانو، اقلیتونو، هنرمندانو، علماوو، زدهکوونکو او رسنیو حقونه هم تر پښو لاندې سوي دي.
طالبانو داسې نظام جوړ کړی چې پکښې “ویری” د “قانون” ځای نیولی دی.
د بیان ازادي ختمه سوې، رسنۍ د قدرت په لوړغږ بدل سوې، او مدني ټولنه چپه خوله کړې سوې ده.
امریکا د “ډیموکراسۍ او د تروریزم پر ضد جګړې” په شعار افغانستان ته راغله، خو د شل کلونو پایله یې پرته له وینې، ویجاړۍ او ناامیدۍ بله نه وه.
دې هېواد د دوحې په شرموونکي تړون سره افغانستان بېرته هغو کسانو ته وسپاره چې یوه ورځ یې د بشریت دښمنان بلل.
امریکا اوس د بشري حقونو خبرې کوي، خو په خپلو زندانونو ګوانتانامو، او بګرام کې یې زرګونه انسانان بې محاکمې شکنجه کړل او ووژل سول.
په حقیقت کې: که طالبان د وسلې په زور د بشري حقونو ناقضین دي، امریکا د موسکا په زور د بشري حقونو ناقضه ده.
هغوی د یو لوی درواغو دوه څېرې دي؛ یو د دین په نوم، بل د ازادۍ په نوم.
نړۍ په لوړ غږ د عدالت خبرې کوي، خو د افغانستان د درد په مقابل کې د درنې چوپتیا پرده خپره ده.
هغه هېوادونه چې ځانونه یې د افغان ښځو ملاتړي بلل، نن د میلیونونو ښځو او انجونو د زدهکړې محرومیت په بدل کې یوازې اعلامیې خپروي. په افغانستان کې بشري حقونه د سیاست قرباني سوي دي، او دا چوپتیا پخپله د جنایت یوه بله بڼه ده.
که طالبان رښتیا غواړي اسلامي نظام جوړ کړي، باید پوه سي چې اسلامي حکومت له عدالت او د خلکو له مشارکته پرته ممکن نه دی. اسلام د یوې قبیلې، یوې ژبې یا یوې عقیدې د واکمنۍ ملاتړ نه کوي.
ریښتینی اسلامي حکومت هغه دی چې پکې ټول قومونه او مذاهب په پرېکړو کې برخه ولري او د هېچا غږ چپ نسي.
دینی پوهه د رسول الله (ص) او حضرت علي (ع) په وینا وایي:
حکومت د کفر سره پاتې کېدای سي، خو د ظلم سره نه.
که طالبان د ټوپک پر ځای، د عقل او مهربانۍ خواته راوګرځي، له دښمنۍ نه ګډژوند ته او له وېره نه درناوي ته رسېدلی سي.
سږکال نړۍ د “زموږ حقوق، زموږ راتلونکې” په شعار د بشري حقونو ورځ ولمانځله، خو د افغانستان لپاره دا شعار لا هم نه دی پوره سوی.
طالبان د تنګنظرۍ او خشونت، او امریکا د سیاست، موسکا او دوکې له لارې د دې ملت راتلونکی غلا کړی دی.
خو راتلونکی نه طالبان جوړوي، نه بهرنیان؛ راتلونکی هغه افغان انسان جوړوي چې لا هم پر کرامت، عدالت او د وجدان پر نه چپ کیدونکی غږ باور لري.
بشري حقونه د قدرتونو د لطف یا د سازمانونو د احسان نتیجه نه ده؛ دا د هر انسان ذاتي حق دی.
او هغه ورځ به راورسيږي چې د خلکو غږ د سیاست له ژبې نه، بلکې د عقل او پوهې له ژبې نړۍ ته واورول سي:
“موږ انسانان یو، او دا خاوره زموږ کور دی.”



