تازه راپورونه له قندهار څخه ښيي چې د طالبانو محتسبانو له کورنیو غوښتنه کړې چې هغه ښځې چې «له نارینه وو سرغړونه کوي» دوی ته وسپاري تر څو «اصلاح سي». خلک دا غوښتنه «شرمکوونکي» بولي، ځکه دا د کورنۍ حریم، د انسان کرامت او د افغانستان د اسلامي او کلتوري ارزښتونو سرغړونه ده. طالبان د دین په پلمه د ښځو پر وړاندې تحقیر کوونکي چلند کوي او د امر بالمعروف اصلي مفهوم له الهي مانا خالي کړی، دا یې د ویرې، کنټرول او تحمیل وسیله ګرځولې. طالبان باید له دې وړاندې چې له نورو اطاعت وغواړي، خپله کړنه د قرآن او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د سیرت په رڼا کې وڅېړي او پوه سي چې اسلام د ښځې د کرامت دین دي نه د هغې زندان. اسلام هغه دین دی چې لومړی وحې یې «اقرأ» دی؛ یعنی «ووایه!» دین چې اساس یې پر عقل، عدالت، پوهه او کرامت دی، نه سي کولای تحقیر او زور حکم کړي.
قرآن کریم په سوره آل عمران (۱۰۴) کې وايي: «باید له تاسو یوه ډله وي چې ټول خلک د خیر، یووالی، اتفاق، الفت، ورورولۍ، او راستۍ پر لور دعوت کړي؛ د خیر په کارونو یې امر کړی او د بدیو نه یې منع کوي؛ او همدغه خلک رښتینی دي.» امر بالمعروف یعنې د خیر بلنه، نه د ناپوهۍ اطاعت غوښتنه؛ یعنی د عدالت او ودې بلنه، نه د تحقیر او زندان. د طالبانو محتسبان خلک جوماتونو کې زنداني کوي او له هغوی غواړي چې «نافرمانې ښځې» دوی ته وسپاري؛ دا نه یوازې د اسلامي اخلاقو خلاف دی، بلکې د انساني عقل سره هم په تضاد کې دی. پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «ستاسو له غوره کسانو هغه دی چې خپلې کورنۍ ته غوره وي.»
نو څنګه ممکنه ده هغه کسان چې ځان د پیغمبر پیروان ګڼي، د خلکو ښځې او لوڼې د «اصلاح» لپاره امنیتی ادارو ته وسپاري؟ قرآن په سوره نساء کې وايي: «او له ښځو سره په نیکۍ چلند وکړئ.» مفسرین لکه طبري، فخر رازي، علامه طباطبایي ویلي چې دا حکم یوازې د ښځې مادي حقونه نه، بلکې ښې خبرې، ښه چلند، او د زباني او روحي تاوتریخوالي نه ډډه کول هم پکښې شامل دي. اسلامی کلتور او د خلکو فرهنګ د کورنۍ حریم ته درناوی او د ښځې عزت ساتلو پر اساس رامنځته سوي؛ ښځه د اصلاح لپاره بل ته سپارل د دواړو نارینه او ښځې لپاره لوی سپکاوی دی.
اسلامی غیرت، د کرامت د ساتنې په معنی دی، نه زور او تاوتریخوالی. پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «له ښځو سره په نیکۍ چلند وکړئ، ځکه چې دوی ستاسو سره امانت دي.» طالبان په دې چلند سره نه غیرت ښيي او نه ایمان؛ بلکې د خدای امانت یې د جهل بندګانو ته سپارلی. خالد حنفي، د طالبان د امربالمعروف وزیر، ادعا کړې چې د اسلامي نړۍ علما د طالبانو قوانین د حسرت وړ ګڼي. خو دا څرګند درواغ دي. افغانستان یوازینی اسلامي هیواد دی چې ښځې یې له کار او زدهکړې محرومې دي. بل هیڅ اسلامي هیواد دا بدعت نه مني. ایا عالمان او لوی اصلاحکوونکی په الازهر مصر، نجف حوزه، مالیزیا اسلامي پوهنتون یا قم حوزه کې د داسې قوانینو غوښتونکی دي؟ طالبانو دین د ښځو ضد انضباطي سیستم بدل کړی دی. حنفي وايي د ښځو زدهکړه د فحشا سبب کېږي او د انجونو زدهکړه باید منع سي؛ دا نه یوازې د افغان ښځو توهین دی، بلکې د خلکو عقل او ایمان ته سپکاوی دی.
قرآن وايي: «آیا هغه چې پوهیږي او هغه چې نه پوهیږي یو شان دي؟» (زمر: ۹) له خدیجه کبری تر فاطمه زهرا، له زینب کبری تر ربیعه عدویه، او له علماو ښځو تر مسلمانې څېړونکو په لویدیځ کې، ټول له پوهې او علم سره ایمان ته رسېدلي، نه له جهل او ویرې. د فحشا مخنیوی د پوهې، عدالت او اخلاقي روزنې پراختیا ده، نه د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل. هیڅ ټولنه د علم څراغ په خاموش کولو سره، پاکوالی ته نده رسیدلی. حنفي لا زیات وايي چې بالغې ښځې حتی نه سي ویلای «الحمدالله»؛ نو سندرې ویل خو پریږده، دا منکر دی نه معروف.
د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم په وخت کې ښځو په جومات کې خبرې کولې، پوښتنې یې کولې او حدیثونه یې راوړل. پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «ستاسې لپاره مې ځانګړې ورځ وټاکله چې د دیني پوښتنو لپاره راسئ.» نو که پیغمبر ص ښځې علم، خبرو او پوښتنو ته بللې، د طالبانو وزیر څنګه کولای سي د هغوی خوله وتړي؟ د اسلام په لومړیو کلونو کې ښځو په جومات کې خبرې کولې، پوښتنې کولې، او په علمي او فدایي فعالیتونو کې ګډون درلود. طالبان په دې دیني تفسیر سره نه اسلام ساتي، نه یې ښکلا. حنفي وايي وزارت یې د ښځو پر سر چادري اچولې چې عزت یې وساتل سي؛ خو عزت له زور سره نه راځي. حتی د کمونیسټ حکومت پر وخت ښځو د خپلې خوښې حجاب اغوست، ځکه چې ایمان یې د آزادۍ څخه زده کړی وو، نه د اجبار څخه.
قرآن وايي: «په دین کې زور نسته» (بقره: ۲۵۶). حجاب د زور له لارې نه د تقوا نښه ده او نه عزت؛ ځکه ایمان یوازې د زړه او تقوا له لارې ارزښت لري. طالبان د تاریخي خیانتونو محصول دي. امریکا او پاکستان هغوی روزلي او بیا یې زموږ پر ملت واکمنان کړي. په دننه کې هم کرزي او غني د جمهوریت شل کلنه دوره د قدرت او ثروت د راټولولو او قومي پلوۍ لپاره مصرف کړه، چې جمهوریت له منځه لاړ. قرآن وايي: «هغه ښارونه مو هلاک کړل چې ظلم یې کاوه» (کهف: ۵۹). نن افغانستان د هغه ظلمونو تاوان ورکوي. طالبانو دین تحریف کړی او ایمان یې له عقل جلا کړی، خو اصلي اسلام هم عقل دی، هم مینه، هم عدالت، هم آزادی. امر باالمعروف په نننۍ نړۍ کې یعنې د علم، عدالت، صداقت، کرامت او فکري ودې بلنه. هیڅ دولتي وزیر یا محتسب حق نه لري د انسان او د هغه د الهي ازادۍ ترمنځ خنډ سي. که طالبان رښتیا اسلام مني، باید له ټوپک څخه کتاب ته، له قید څخه عقل ته، له تحمیل څخه تربیت ته لاړ سي. خدای په قرآن کې وعده کړې: «خدای د کوم قوم برخلیک نه بدلوي، ترڅو چې هغوی خپله ځانونه بدل نه کړي» (رعد: ۱۱). د افغانستان برخلیک هم یوازې د عقل رښتینولۍ، رحماني اسلام ته ستنېدل، او د جهل پر وړاندې مقاومت سره بدلېږي.



