د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ کریم خرم د افغانستان پخواني د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د افغانستان د سرو زرو د استخراج او پلور په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د هېواد ارزښتناکه منابع په ټیټه بیه له افغانستانه وځي.
خرم وویل؛ په داسې حال کې چې د سرو زرو نړیوال قیمت په تاریخي لوړه کچه کی دی، د افغانستان له شمالی کانونو څخه استخراج سوی سره زر پر بهرنیو سوداګرو په ټیټه بیه پلورل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې سره زر یوه ستراتیژیکه منبع ده او باید د نورو کانونو په څېر چلند ورسره ونه سي.
هغه زیاته کړه: «په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي کړکیچ، بېکاري او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دی، د سرو زرو منابعو ارزانه پلور به د هېواد اقتصادي راتلونکې ته ستر زیان ورسوي.»
خرم د کانونو په تړونونو کې د شفافیت غوښتنه وکړه، د سرو زرو د قاچاق او پټو معاملو مخنیوي ته یې ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې دا ملي شتمني باید داسې مدیریت سي چې ګټې یې په مستقیمه توګه خلکو ته ورسېږي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کانونو، په ځانګړې توګه د سرو زرو، د غیرقانوني استخراج او غیرشفاف پلور په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره سوي دي؛ دی موضوع د کورنیو او نړیوالو کارپوهانو او ادارو اندیښنې راپارولي دي.




