کرزی: په پاکستان کې د پښتنو جرګه د سیمې د ستونزو د هواري لپاره مهم ګام دی

کرزی : جرگه پشتون‌ها در پاکستان گامی مهم در جهت حل مشکلات منطقه است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې په پاکستان کې د پښتنو د لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو تود هرکلی کړی او دا یې د سیمې د ستونزو د هواري لپاره یو مهم ګام بللی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین او د جرګې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کړې دي. په ورته وخت کې منظور پښتین د پاکستان د پښتني سیمو د امنیت د تامین لپاره د ۲۴۰ زره کسیز پوځي ځواک د جوړولو وړاندیز وکړ. نوموړي دغه راز په راتلونکو دوو مياشتو کې له يادو سيمو د دولتي ځواکونو او طالبانو د وتلو غوښتنه وکړه. تحریک طالبان پاکستان د جرګې د غوښتنو ملاتړ وکړ او د خپل خوندي ساتلو لپاره یې پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان په اړه د ټرمپ احتمالي تګلارې!
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه