کرزی په هیواد کې د میرویس عزیزي د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې ستاینه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بریښنا او انرژۍ په سکتورونو کې د پانګونې لپاره د میرویس عزیزي د هڅو هرکلی کړی او دا یې په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ او د کارموندنې په لور یو اغیزمن ګام بللی دی.
کرزی په هیواد کې د میرویس عزیزي د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې ستاینه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني افغان ولسمشر نن، یکشنبه، د اسد ۱۲مه، په یوه بیانیه کې د بریښنا تولید کې د میرویس عزیزي وروستۍ پانګونې ستاینه وکړه.

کرزي دا اقدام نه یوازې د هیواد د انرژۍ زیربنا ښه کولو لپاره حیاتي وباله، بلکې په بهرنیو سرچینو باندې د تکیې کمولو لپاره هم یو عامل وباله.

د کرزي په وینا، دا ډول نوښتونه کولای شي د افغان ځوانانو لپاره د دوامداره کاري فرصتونو رامینځته کولو لپاره لاره هواره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه