د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان هوایي بریدونه د ختیځو ولایتونو پر خاوره غندلي او دغه ګام یې د نړیوالو اصولو پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې. هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید خپلې اړیکې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ تنظیم کړي او له زیانمنونکو او دښمنانه تګلارو ډډه وکړي. کرزي د سهشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې په خپاره کړي یادښت کې، هغه هوایي بریدونه چې د پاکستان پوځ ته منسوب سوي، په خوست، پکتیکا او کنر کې ترسره سوي، په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.
کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې خپلې اړیکې دې د نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر اساس پرمخ بوزي او له «تخریبوونکو او دښمنانه سیاستونو د تکرار» څخه دې ډډه وکړي. پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د دې ډول بریدونو دوام کولی سي د سیمې کړکېچ زیات کړي او د افغانستان د خلکو امنیت له جدي ګواښ سره مخامخ کړي. د دوشنبې په شپه، د پاکستان هوایي بریدونه په خوست، پکتیکا او کنړ کې ترسره سول او طالبانو ویلي چې په خوست کې په دغو بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي، چې ۹ ماشومان هم پکې شامل دي، وژل سوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارواکو تراوسه د دغو بریدونو په اړه هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړې.



