د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناروې له سفیر، پیر البرټ الساس سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې، کرزي د افغان ټولنې د یوې له اساسي اړتیاوو په توګه د نجونو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د هغه په باور، د هیواد ریښتینی پرمختګ د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه نجونو ته د تعلیمي فرصتونو له برابرولو پرته ممکن نه دی.
پخواني ولسمشر د تلپاتې سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې د ټولنې د ټولو برخو د ګډون او د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه د موافقې پرته، ریښتینې سولې ته رسیدل ناممکن دي.