پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو د غوښتنې په غبرګون کې له دې غوښتنې خپل ملاتړ اعلان کړ. د معمار پرس د خبر له مخې؛ ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ (د جدي په لومړۍ نېټه) په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دی دا غوښتنه یو اساسي حق ګڼي او ټینګار کوي چې د نجونو له زده کړو پرته افغانستان روښانه راتلونکې نه شي ترلاسه کولای. هغه څرګنده کړه، ساینس او پوهې ته د نجونو لیوالتیا او غږ د یو سوکاله افغانستان اصلي غږ دی. پخواني ولسمشر وویل: پوهنه د ځوان نسل د پیاوړتیا، د ټولنې د پر ځان بسیاینې، له فقر څخه د خلاصون او د پرمختګ او سوکالۍ یوازینۍ لار ده.

- 57
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 113773
- December 21, 2024
- کې خپور شو 1:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 113773
- December 21, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:19 - December 21, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=113773
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد
13 ساعتونه پیش


په جوزجان کې د ۲۸ میلیون ډالرو د برېښنا رسولو پروژه پیل سوه
13 ساعتونه پیش