کرزی: ایران د افغانستان د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی شي

حامد کرزی خواهان ابتکار منطقه‌ای برای حل مشکلات افغانستان شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړې ده چی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه وغوښتل چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره سیمه ییز اقدام وکړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ايران د سفارت له خوا خپره شوې ويل شوي دي چی ښاغلي کرزي د ایران د مرستو څخه د افغانستان له خلکو سره د یوه ورور او ګاونډي هېواد په توګه قدرداني وکړه.

هغه د افغانستان ستونزې ته د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران د پاملرنې او د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره د سیمه ییز ابتکار د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د کابل او استانبول ترمنځ د "ترکش ایرلاینز" الوتنې بیا پیل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه