کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د جرمني د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان پر روانو حالاتو او نورو مسایلو خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د جرمني د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه. کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې د جرمني د مرستو قدرداني وکړه او له افغانانو سره يې د دغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه. دغه راز نوموړي د نجونو د زده کړې او د کار بازار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د بيربوک د هڅو ستاينه وکړه او د نجونو زده کړه يې د هېواد د روښانه او هوسا راتلونکي لپاره مهمه وبلله. په دغه ویډیو کنفرانس کې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین پر لارو چارو او د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم خبرې او تبادلې وشوې.

بیشتر بخوانید:  په تهران کې د افغان اشرافو کنفرانس دوهمه ورځ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x