زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی، پرون (یکشنبه، د جدی ۷مه) کابل ته داخل سو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې ولیدل او خبرې یې وکړې.
کابل ته د خلیلزاد دا بیاځلې حضور او د طالبانو له رهبرۍ سره یې لیدنه، د واشنګتن–کابل د تعاملاتو یو نوی فصل پرانیزي. دا سفر چې د «دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا» او «له جګړې وروسته د تعامل د فرصتونو» تر عنوان لاندې ترسره سوی، د دې تعامل د ماهیت، موخو او احتمالي پایلو په اړه بنسټیزې پوښتنې راولاړوي.
د خلیلزاد او متقي ترمنځ لیدنه د «د اړیکو د پراختیا لارو او فرصتونو» او «راتلونکو ننګونو» پر محور متمرکزه وه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل–واشنګتن په تعاملاتو کې د «یوې نوې مرحلې» د پیل خبره وکړه او د اړیکو د پرمخ بېولو لپاره یې پر خبرو ټینګار وکړ.
خلیلزاد هم د افغانستان د امنیتي پرمختګونو او بیارغونې ستاینه وکړه او د «دوهاړخیزو خبرو د دوام» غوښتنه یې وکړه. دا خوشبینانه دریځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي درېیم رییس ذاکر جلالي په څرګندونو کې هم انعکاس وموند، چې د اړیکو د ښهوالي پر وړاندې یې د «جدي خنډ د نشتون» او د دواړو لورو د «د پام وړ عملګرایۍ» یادونه وکړه.
خو د افغانستان په سیاسي صحنه کې د خلیلزاد بیا راڅرګندېدل، د رسمي څرګندونو تر شا، لا ډېر پېچلي ابعاد لري. د افغانستان په معادلو کې د دغه امریکایي ډیپلوماټ د شلو کلونو حضور مخینه، له انتقاد پاروونکو مداخلو، یوطرفه دریځونو او جنجالي پرېکړو ډکه ده.
د دوحې مذاکرات د افغانستان په چارو کې د خلیلزاد د حضور تر ټولو څرګند او جنجالي پړاو بلل کېږي. ډېری شنونکي او سیاستوال هغه د داسې یوه تړون معمار بولي چې نه یوازې یې ژمنه سوې سوله رانه وړه، بلکې د جمهوري نظام د ړنګېدو او اوسني بحران زمینه یې هم برابره کړه. پر دې مذاکراتو نیوکې، له افغان حکومت څخه تر څنګ کېدو نیولې د طالبانو غوښتنو ته تر تسلیمېدو پورې، لا هم د عامه افکارو او سیاسي کړیو کې انعکاس لري.
اوس چې خلیلزاد له رسمي دولتي عنوان پرته او د «یو عادي امریکایي وګړي» په توګه کابل ته راغلی، اساسي پوښتنه دا ده چې د هغه شخصي سفر څه اړتیا توجیه کوي؟ ایا دا حضور د طالبانو پر وړاندې د واشنګتن په دریځ کې د بدلون نښه ده، که یوازې د راتلونکو تعاملاتو د ارزونې لپاره یو غیررسمي ډیپلوماتیک حرکت؟ د دې سفر د خبرو منځپانګې او موخو په اړه محدود شفافیت، ابهامات زیات کړي او د سیاسي څارونکو ترمنځ یې اندېښنې راپارولې دي.
تاریخي تجربه ښيي چې د خلیلزاد حضور په هر پړاو کې، افغانستان ته ژور او کله ناکله کړکېچزېږوونکې پایلې لرلې دي. له همدې امله، کابل ته د هغه بېرته راتګ د «یو عادي سفر» په توګه نه سي تعبیر کېدای. دا سفر کېدای سي د امریکا–طالبانو د تعاملاتو د نوي فصل پیل وي چې د افغانستان سیاسي راتلونکی به ورسره وتړل سي. بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ایا دا ځل به خلیلزاد له تېر څخه زدهکړه کړې وي او متوازن دریځ به خپل کړي، که به یو ځل بیا د داسې سناریو د تکرار شاهدان اوسو چې د افغانستان ګټې تر سیوري لاندې راولي.



