کابل ته د ایران د کار او ټولنیزي هوساینې وزارت د پلاوي سفر

سید مالک حسیني، د ایران د کار، تعاون او ټولنیزي هوساینې وزارت مرستیال، د خپل مل پلاوي سره کابل ته رسېدلی دی، تر څو د طالبانو د کار وزارت د مسوولينو سره د دوه اړخیزو همکاريو، د کاري ځواک د تبادلې، او د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
کابل ته د ایران د کار او ټولنیزي هوساینې وزارت د پلاوي سفر

د معمار خبري آژانس راپور له مخي؛ په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی دی چې سید مالک حسیني، د ایران د کار، تعاون او ټولنیزي هوساینې وزارت مرستیال، د یوه رسمي پلاوي په ملتیا کابل ته سفر کړی دی.

سید مالک حسینی، د ایران د اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزي هوساینې وزارت مرستیال، علي باقري د بهرنيو اتباعو د کار مدير ، حميدرضا رایکا د دوه اړخیزو اړیکو او کاري ډلې مشر ، او محسن قوامي د دندې پراختیا او کار جوړونې معاون مرستیال سره یو ځای کابل ته سفر وکړ.

د ایران سفارت د څرګندونو له مخې، ایراني پلاوی د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو له خوا یی هرکلی سوی دی.

د ایران سفارت د رسنیو دفتر ویلي دي چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو د کار وزارتونو ترمنځ د همکاريو په اړه خبرې، او د کاري اړیکو د لا پیاوړتیا او لوړتیا لپاره ګډ بحثونه دي.

تمه ده چې ایراني پلاوی به د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري سره وګوري، او د دوه اړخیزو کاري اړیکو، د کاري ځواک د تبادلې، د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، د افغان کاریګرو د حقونو د ملاتړ، او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x