د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نورمحمد متوکل، په مشهد کې د طالبانو جنرال قونسل، او غلامحسین مظفري، د ایران د خراسان رضوي والي، په مشهد ښار کې په یوه لیدنه کې د دواړو پولهیزو ولایتونو ترمنځ د همکاریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د هرات او خراسان رضوي د والیانو ترمنځ د سوو تفاهماتو د تعقیب او عملي کېدو، په دوهاړخیزو سوداګریزو تبادلو کې د توازن د رامنځته کولو اړتیا، د افغان کډوالو لپاره د ویزې د صادرولو د بهیر اسانتیا او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د ستونزو د حل موضوعات تر بحث لاندې ونیول سول.
په دې لیدنه کې دواړو لورو همدارنګه د همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو او اداري خنډونو د لرې کولو او د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ، تر څو له دې لارې د پولې دواړو غاړو د خلکو اقتصادي او هوساینیز وضعیت ښه سي.



