د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق رسنیز دفتر نن چهارشنبه (۱۵ دلو) په خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق رئیس د ایران د سفارت د سرپرست سره په کابل کې د دوه اړخیزو پانګونو د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د رسنیو د خبرپاڼې په حواله، سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق رئیس، له عليرضا بيگدلي، د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سره په کابل کې لیدنه کړې ده.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوه اړخیز تجارت او پانګونې د پراختیا، د ترانزیتي او سرحدي امکاناتو د ښهوالي، او همدارنګه د ترانسپورتي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي تبادلو آسانتیاوې برابرې سي.
تر اوسه پورې د دې لیدنې د پایلو په اړه نور جزییات د دواړو لورو له خوا نه دي خپاره سوي .



