د معمار پرس د خبر له مخې؛ ډېوېډ هیمن، یو مشهور سکاټلینډي لوبغاړی، څرګنده کړې چې د طالبانو د غړو لوڼې د سپیریټ ایډ تعلیمي مرکز ته ځي، چې هغه یې اداره کوي. د هیرالډ ورځپاڼې د هغه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ، د حوت په ۷مه خپور شو، ډیویډ هیمن وویل چې شاوخوا ۸۰ نارینه او ښځینه زده کونکي په دې تعلیمي مرکز کې زده کړې کوي. هیمن دا هم یادونه وکړه چې هغه نشي کولی په افغانستان کې د دې روزنیز مرکز دقیق ځای مشخص کړي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره زده کړې منع شوې دي، او د پوهنتونونو او طبي موسسو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121967
- کې خپور شو 11:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 121967
- February 27, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121967
- کې خپور شو 11:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 121967
- February 27, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:51 - February 27, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



