ډیموکرات سناتوران: د یوه کس د کړنې له امله نباید ټول افغان پناه‌غوښتونکي ګناهکار وګڼل سي

د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د وروستیو ډزو له پېښې وروسته چې یو افغان پناه‌غوښتونکی پکې تورن بلل سوی، د امریکا څلورو ډیموکرات سناتورانو له حکومت او خلکو غوښتي چې د یوه کس د عمل پړه دې پر ټولې افغان ټولنې نه اچول کیږي.
ډیموکرات سناتوران: د یوه کس د کړنې له امله نباید ټول افغان پناه‌غوښتونکي ګناهکار وګڼل سي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د وروستیو ډزو له پېښې وروسته چې یو افغان پناه‌غوښتونکی پکې د برید کوونکي په توګه یادیږي، څلورو ډیموکرات سناتورانو د امریکا له حکومت او ولس څخه غوښتنه کړې چې د یوه فرد ناوړه عمل باید د زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو د شخصیت د قضاوت سبب نه سي. سناتورانو ټینګار کړی چې د امریکا میشت افغانانو دغه برید په کلکه غندلی، او زیاتره افغان پناه‌غوښتونکي د سولې، پرمختګ او ښه ژوند په هیله امریکا ته راغلي دي.

د دې سناتورانو په ګډ بیان کې راغلي دي: «دغه دردونکې پېښه باید پلمه نه سي چې د مهاجرت ضد احساسات زیات کړي او یا هم دا لامل سي چې په هغو زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو شک وسي چې له جګړو او ترهګرۍ د تېښتې په ترڅ کې د خوندي ژوند په لټه کې دي.» دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې له دې پېښې وروسته، په امریکا کې د پناه‌غوښتونکو د منلو په پروسه کې اندېښنې او بحثونه زیات سوي، او د جمهوري‌پال ګوند ځینو سیاستوالو د افغان پناه‌غوښتونکو پر منلو د محدودیتونو یا حتی درولو غوښتنه کړې ده. ډیموکرات سناتورانو خبرداری ورکړی چې بې‌ځایه او احساساتي غبرګونونه هم عدالت زیانمنوي او هم د مهاجرو ټولنو لپاره د انساني ستونزو لامل ګرځي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x