د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، وروسته له هغه چې یوه شکمن افغان په امریکا کې پر دوو د ملي ګارد سرتېرو ډزې وکړې، ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د هغو افغانانو د لېږد بهیر غندلی چې د کابل د سقوط پر مهال امریکا ته انتقال سول. هغه ویلي چې ډېر شمېر افغانان بې له هېڅ ډول څیړنې دې هېواد ته ننوتي او په منځ کې یې «مجرم کسان» هم موجود وو. ولسمشر ټرمپ د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د واشنګټن د وروستي برید له امله ټول افغانان ملامتوي، د کابل د سقوط په ورځو کې د امریکایي پوځي الوتکې له لارې د افغانانو د تخلیې انځور وښود او ویې ویل چې ټول افغانان نه ملامتوي، خو ټینګار یې وکړ چې له افغانانو سره ډېرې ستونزې لري.
ټرمپ وویل: «ډېر شمیر کسان د همدې الوتکې له لارې امریکا ته راغلل. هېڅ ډول پلټنه ونه سوه. هغوی یوازې الوتکې ته پورته سول او د هغوی په منځ کې ډېر کسان مجرمین دي.» هغه زیاته کړه چې ډېر شمېر دغه کسان «هغه کسان دي چې باید په امریکا کې هېڅ نه وای موجود». ټرمپ د هغو افغانانو په اړه چې په قانوني ډول په امریکا کې ژوند کوي، وویل: «هغوی نسي کولای خوشحاله وي.» د هغه په وینا، د افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې «ډېر بد خلک» امریکا ته انتقال سوي دي.



