ډونالډ ټرمپ د «NBC» او «CNN» د جوازونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

ډونالډ ټرمپ د «NBC» او «CNN» د جوازونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ په آیوا ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د داخلي انتخاباتو د لومړني پړاو له ګټلو وروسته وینا وکړه او وویل چی د CNN او NBC شبکو جوازونه باید له دوی څخه واخیستل شي. نوموړي په دې وینا کې ټینګار وکړ: د دغو شبکو جوازونه باید لغوه شي ځکه چې دوی په آیوا کې زما د بریا وینا په ژوندۍ بڼه نه ده خپره کړې. ټرمپ ټینګار وکړ: “دا د حیرانتیا خبره ده چې دې شبکو زما د بریا وینا نه ده پوښلې، دا شبکې درغلۍ او درواغجن دي او باید جواز ترې واخیستل شي.”

بیشتر بخوانید:  د آمازون په ځنګل کې د 2,500 کلن لرغوني ښار کشف
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x