ډونالد ټرامپ: زموږ د پوځ تجهیزات په افغانستان کې په احمقانه ډول پرېښودل سول

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بې‌ړنګه وتلو او د پوځي تجهیزاتو پرېښودل «احمقانه» بللي او د بایډن د حکومت پر مدیریت یې نیوکه کړې ده.
ډونالد ټرامپ: زموږ د پوځ تجهیزات په افغانستان کې په احمقانه ډول پرېښودل سول

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ډونالد ټرمپ، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، یو ځل بیا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو له څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خپلې لومړۍ دورې په ترڅ کې یې د ټریلیونونو ډالرو په لګښت د امریکا پوځ بیا رغولی وو، خو د دې پوځ یوه برخه تجهیزات په «احمقانه» ډول په افغانستان کې پرېښودل سول. ټرمپ دغه خبرې د سعودي عربستان له ولی‌عهد محمد بن سلمان سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې په ترڅ کې کړي دي. هغه د بایډن د حکومت د بې‌کفایتۍ یادونه کړې او ویلي یې دي: «احمق خلک زموږ هېواد اداره کوي.»

خو هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې پرېښودل سوي تجهیزات د هغو ټولو تجهیزاتو یوه ډېره کوچنۍ برخه وه چې د امریکا پوځ لپاره جوړ سوي وو. د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو د چټک وتلو او پرېښودل سويو تجهیزاتو موضوع بیا بیا د جمهوري‌پالو سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ سوې ده. د دوی په باور، دغه اقدام نه یوازې امریکایي مالیه ورکوونکي له درنو لګښتونو سره مخ کړل، بلکې د طالبانو د ځواک د پیاوړي کېدو لامل هم سو. ټرمپ څو ځله ژمنه کړې وه چې که د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې بریالی سي، د افغانستان او طالبانو په اړه به ډېر سخت دریځ ونیسي، خو له ولسمشر کېدو یو کال وروسته تر اوسه یې د دغه تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x