د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د ډنمارک حکومت د ۵۷ افغان وګړو د ایستلو لپاره په اوسلو کې د افغانستان له هغه سفارت سره اړیکه نیولې چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی. ډنمارکي چارواکو دا اړیکه «تخنیکي او قونسلۍ همکاري» بللی ده.
د ډنمارک د دوهم تلویزیوني شبکې د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا اړیکه یوازې د اداري همکارۍ په کچه د ایستلو د بهیر د پرمخ وړلو لپاره ترسره کېږي او د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د ډنمارک د کډوالۍ ادارې ویلي چې هغه وګړي چې د دې پرېکړې لاندې راځي، یا د جرم د ترسره کولو له امله او یا هم د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د رد کېدو له کبله د ایستلو وړ بلل سوي دي.
په همدې حال کې د آندریاس موتسفلدت کراویک، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی، ویلي چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت عموماً ډنمارک او ایسلنډ ته هم قونسلۍ خدمتونه وړاندې کوي او د ناروې حکومت د نورو هېوادونو او دې سفارت ترمنځ په اړیکو کې رول نه لري.
هغه زیاته کړه چې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه او ناامنو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د نه ستنولو د اصل رعایت، په ناروې کې د مسؤلو ادارو پر غاړه دی.



