چین یو ځل بیا د طالبانو پر ملاتړ ټینګار کړی

چین یو ځل بیا د طالبانو پر ملاتړ ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د سفارت له مرستیال باو ژوهویي سره د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو په اړه خبرې کړې دي. چينايي چارواکو د اقتصاد، سوداګرۍ او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې شي. ستانکزي هم د چین له مرستو مننه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ. د چین استازي همداراز اعلان وکړ چې بیجینګ به د افغانستان له واکمنې ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او چینايي سوداګر به وهڅوي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره څلور کلن پلان اعلان کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x