د معمار پرس د خبر له مخې؛ د انرجۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (د جدي ١١مه) يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د یوه چینایي شرکت مسوولینو د دغه وزارت له مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب سره په کتنه کې د انرجۍ د تولید او وېش په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د طالبانو د انرجۍ او اوبو وزارت مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب د دې طرحې د هرکلي په ترڅ کې ډاډ ورکړ چي د انرجۍ او اوبو وزارت د دغو پروژو د تطبیق لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
دا خبره د طالبانو د انرجۍ او اوبو وزارت اعلان کړې ده چي یوه چینایي شرکت په دغه هېواد کې د انرجۍ د شبکو د تولید او پراختیا په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=115157
۷ ورځې پیش
شماره خبر 115157
منتشر شده در 1:02 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email