د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سون لی،په ملګرو ملتونو کې د چین استازې، له طالبانو غوښتي چې د سیمهییزې امنیت د ټینګښت په لړ کې له دې هېواد سره همکاري وکړي. د «دان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین سفیر دا غوښتنه په هغه ناسته کې مطرح کړې چې د افغانستان او د امنیتي اندېښنو په اړه وه.
په دې ناسته کې، انتونیو ګوتیرش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د افغانستان د سرحدونو هاخوا د امنیتي ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
د چین سفیر ټینګار وکړ: «موږ باید له افغانستان سره تعامل او همکاري لا ټینګه کړو، څو دا هېواد بیا د ترهګریزو سازمانونو لپاره خوندي پناه ځای نه سي جوړ ، او په ګډه د بهرنیو ترهګرو جنګیالیو د راتګ او فعالیت مخنیوی وکړو او ورسره مقابله وکړو.»
هغه همدارنګه وویل چې د سیمې هېوادونه په عمومي توګه باثباته دي، خو سره له دې، په افغانستان، سوریه او پاکستان کې ترهګریز بریدونه لا هم دوام لري.
ګوتیرش له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې باید ډاډ ترلاسه سي چې هیڅ ترهګره ډله له افغانستان څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار نسي اخیستلی. هغه همدارنګه د طالبانو د افغانستان لخوا د تحریک طالبان پاکستان ( ټی ټی پی ) د ملاتړ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
پاکستان هم د تیتیپي بریدونو په اړه اندېښنې لري، چې ویل کېږي د افغانستان د طالبانو په ملاتړ ترسره کېږي.
په همدې حال کې، په کابل کې په یوه رستورانت کې چې د چینايي اتباعو کوربه وو، وروستۍ چاودنه سوې، چې په پایله کي یې اووه تنه ووژل سول .




