د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ کړې ده چي ډېر ژر به له بېجينګ څخه يوه طبي ډله افغانستان ته ولېږل شي چې د زړه په ناروغيو اخته ماشومانو درملنه وکړي. دغه اقدام د قوس په ۲۰مه د چین د سفیر او د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي تر منځ له لیدنې وروسته وشو. په کابل کې د چین سفیر وویل چې د اړتیا په صورت کې به د چین طبي ټیم د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د لا نورې درملنې لپاره چین ته انتقال کړي. د چین سفیر دغه راز په کندهار ولایت کې د میرویس روغتون د بیارغونې ژمنه هم وکړه، څو په دې سیمه کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

- 69
- منتشر شده در 4:52 ب.ظ
- شماره خبر 112642
- December 11, 2024
- منتشر شده در 4:52 ب.ظ
- شماره خبر 112642
- December 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:52 - December 11, 2024
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112642
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو پر وړاندې د سخت دریځه سیاستونو شدت
15:07 - December 11, 2025

طالبان: د محصلینو اسلامي ذهنیت جوړول د پوهنتون د استادانو مسؤلیت دی
13:34 - December 11, 2025

هند: نوې ډهلی تل د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې سوی
13:30 - December 11, 2025

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په شخړو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوی او ۴۵۳ ټپیان سول
13:24 - December 11, 2025