چین د افغانستان پر دوامداره تعامل او بیارغونې ټینګار کوي

تاکید چین بر تعامل مداوم و بازسازی افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی یوشیائویونګ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکولسن په ګډون د اروپايي ټولنې له استازو سره تر کتنې وروسته هغه له افغانستان سره د دوامداره تعامل پر اهمیت او د دغه هېواد د بیارغونې پر تمرکز ټینګار وکړ. دغه چینایي دیپلومات د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې دغه لیدنه ګټوره بللې او د افغانستان بیارغونې ته یې د متقابلو همکاریو د دوام او د پاملرنې د زیاتوالي په اړه د دواړو لورو پر هوکړې ټینګار کړی دی. د دې غونډې نور جزیات لا نه دي خپاره شوي. چین، روسیه، ایران او پاکستان د سیمې هغه هېوادونه دي چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي.

بیشتر بخوانید:  اشرف غني: ملګري ملتونه او امریکا په افغانستان کې د فساد اصلي لاملونه وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه