چین خپلو اتباعو ته امر کړی چې د تاجیکستان هغه سیمې پرېږدي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري

د چین سفارت په تاجیکستان کې له ټولو چینایي اتباعو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د افغانستان له پولو سره نږدې سیمې پرېږدي. دا خبرداری له هغې وروسته ورکړل سو چې د تاجیکستان او افغانستان په پوله کې څو مرګونې پېښې واقع سوې دي.
چین خپلو اتباعو ته امر کړی چې د تاجیکستان هغه سیمې پرېږدي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري

د معمار خبری آژانس په وینا؛ د چین سفارت په تاجیکستان کې په یوه اعلامیه کې له ټولو میشتو چینایي وګړو غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان له پولو سره پرتې سیمې پرېږدي. دغه خبرداری له هغه وروسته ورکړل سوی چې د تاجیکستان او افغانستان په ګډه پوله کې څو مرګوني پېښې رامنځته سوي دي. د چین سفارت اعلان کړی چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې، پنځه چینایي اتباع د افغانستان له خاورې څخه د مرزي بریدونو په نتیجه کې وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل سوي چې د چینایي اتباعو امنیت د افغانستان سره پولو ته نږدې سیمو کې له جدي ګواښ سره مخ دی او لازمه ده چې ټول اتباع ژر تر ژره له دغو سیمو ووځي او سخت احتیاطي اقدامات ترسره کړي. تر دې وړاندې د تاجیکستان ولسمشری دفتر هم په یوه اعلامیه کې وروستي مرزي بریدونه «پارونکو او غیرقانوني» بللي وو او د پولو د امنیت د لا پیاوړي کولو غوښتنه یې کړې وه. دا رسمي خبرداری د چین له لوري په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسلوالو او سخت دریځو ډلو د فعالیت د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x