چین او روسیه: پر ایران باید ټول بندیزونه لرې شي

چین و روسیه: باید تمامی تحریم‌ها علیه ایران لغو شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بیجینګ غونډه د ۱۴۰۳ کال د حوت په ۲۴مه د چین، روسیې او ایران د چارواکو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې، خواوو د ایران د اټومي مسلې او د یو اړخیزو بندیزونو د لرې کولو په اړه بحث وکړ، او د متقابل درناوي او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل په اړتیا ټینګار وکړ.

دوی همدارنګه له اړوندو خواوو وغوښتل چې د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته غاړه کیږدي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیاتوي.

درې واړو هېوادونو د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس په څېر نړیوالو سازمانونو کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې په راتلونکي کې به خپلې ډیپلوماتیکې مشورې جاري وساتي.

بیشتر بخوانید:  ضمیر کابلوف په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه