د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شانګهای د همکاریو د سازمان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وويل: “افغانستان بايد د نړيوالو همکاريو په پلاتفورم بدل شي، نه د جيوپوليټيکي سياليو ډګر.” هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د ترهګرو خوځښتونه له نږدې تعقیب کړو او د معلوماتو له تبادلې او شریکولو څخه ګټه پورته کړو. نوموړي له ترهګرۍ سره پر مبارزې د ټينګار تر څنګ د افغانستان له بيارغونې ملاتړ وکړ او د سيمه ييزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او د سيمې په سترو پروژو کې يې د افغانستان ګډون مهم وباله. نوموړي دغه راز د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان پر رول هم رڼا واچوله.

- 103
- کې خپور شو 11:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 10719
- September 30, 2024
- کې خپور شو 11:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 10719
- September 30, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
11 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
12 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments