چارواکي دې له تکبر او غروره ډډه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه

د اسلامي امارت مشرتابه دغه څرګندونې د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو د عالمانو، واليانو او نورو ملکي او نظامي چارواکو له استازیو سره په کتنه کې کړې دي.

د هغې اعلامیې له مخې، چې د شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۹ ) د اسلامي امارت ویاند خپره کړې؛ شیخ هبة الله آخوندزاده په دې غونډه کې په ډاګه کړې؛ د اسلامي امارت د عالمانو او مسوولینو دنده ده، چې شپه او ورځ د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره کار وکړي او د اسلامي نظام له اصولو یې خبر کړيٍ.

د اسلامي امارت مشرتابه له چارواکو وغوښتل، چې له قوم او سمت پالنې دې ډډه وکړي او کار دې اهل کار ته پرېږدي.

هغه د هېواد پر پرمختګ او د عامه تاسیساتو پر جوړولو هم ټینګار څرګند کړی دی.

د اسلامي امارت مشر له مسوولینو او عامو خلکو وغوښتل، چې د دښمن له دسیسو او شومو پلانونو دې ځانونه خبر کړي او د هغوی د بلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.

بیشتر بخوانید:  د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x