د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، سږ کال متحده ایالاتو ته په خپل دوهم رسمي سفر کې، د سنټکام نوي مشر براډ کوپر او د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د رییس ډان کین سره ولیدل او د پوځي همکارۍ د پیاوړتیا او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه یې بحث وکړ.
د پاکستان د ورځپاڼې ډان په وینا، دا غونډې د فلوریډا په ټمپا کې ترسره شوې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې د خبرو اترو تمرکز د دفاعي همکارۍ پراختیا، د ګډو ننګونو سره مخ کیدل او د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو بیاکتنه وه.