په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته مالي مرسته برابر سوه

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، ټولټال له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې مالي مرستې افغانستان ته ځانګړې سوې، چې له دې جملې څخه ۵۹۰ میلیونه ډالر په بېلابېلو پروژو کې مصرف سوي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته مالي مرسته برابر سوه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره په یوه همغږۍ ناسته کې  د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ کال مالي مرستې ارزول سوي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې په بنسټ په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ټولټال یو میلیارد او ۹ میلیونه ډالره مرستې افغانستان ته ځانګړې سوې، چې له دې څخه ۵۹۰ میلیونه ډالر په پروژو کې مصرف سوي او پاتې برخه د معاشونو، امتیازاتو، اداري لګښتونو، تجهیزاتو او شتمنیو لپاره په نظر کې نیول سوې ده.

په دې ناسته کې چې د سه شنبې په ورځ ترسره سوه، د یوناما مرستندویه ځانګړې استازي اندریکا رتواته، د ملګرو ملتونو د دفترونو مشران، د اروپایي اتحادیې استازي او د یو شمېر نړیوالو ادارو استازي ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخي د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو ادارو د همکارۍ قدرداني یی کړي چي په سختو کلونو کې يي د افغانستان د خلکو ملاتړ کړي دي.

نوموړي ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او اقلیمي ستونزو سره مخ سوي و. د هغه په وینا، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پیښو پایلې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د دوه میلیونه څخه زیات د جبري کډوالو ایستل، دوامداره بندیزونه، د هېواد د ارزي زیرمو تړل او د پراختیايي او بشري مرستو په کمښت کې، د زیانمنو طبقاتو د ژوند وضعیت په مستقیم ډول اغیزمن کړی دی.

د حنیف په وینا د دې ستونزو سره سره، د تیر کال په پرتله د اقتصادي ثبات او ودې د ساتلو لپاره اقدامات ترسره  سوي دي. دغه اقدامات د اقتصادي مدیریت ښه‌والی، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، په دندې جوړونکو برخو کې د پانګونې پراختیا، د خصوصي سکتور ملاتړ، د شرکتونو د فعالیت لپاره اسانتیاوې، د اسعارو د نرخ ثبات، د صادراتو زیاتوالی، د ملي زیربنايي پروژو پلي کول، د انفلاسیون کنټرول او د داخلي عوایدو لوړوالی شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د دې هڅو ترڅنګ، ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو بیړنیو اړتیاو ته په ځواب کې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه، د اوچا د احصایې پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو کچه د تیر کال په پرتله په څرګنده توګه کمه سوې ده. د دې احصایې له مخې، له ټولو ۲.۴ میلیارد ډالرو مالي اړتیاوو څخه یوازې ۳۶٪، چې معادل ۸۷۰ میلیونه ډالر کیږي، برابر سوي دي. تر اوسه د ملګرو ملتونو ادارو د دې ناستې په اړه غبرګون نه دی څرګند کړي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x