په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، د آلمان د پناه‌ غوښتونکو د فهرست په سر کې د افغانستان وګړي ځای لري

سره له دې چې په ۲۰۲۵ کال کې په آلمان کې د پناه‌ غوښتنو عمومي شمېر کم سوی، خو د افغانستان وګړي لا هم د دې هېواد د پناه‌ غوښتونکو د فهرست په سر کې ځای لري.
په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، د آلمان د پناه‌ غوښتونکو د فهرست په سر کې د افغانستان وګړي ځای لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د خپرو سویو شمېرو پر بنسټ، سره له دې چې په ۲۰۲۵ کال کې په آلمان کې د پناه غوښتونکو عمومي شمېر را کم سوی، خو د افغانستان وګړي لا هم د دې هېواد د پناه‌ غوښتونکو د فهرست په لومړي سر کې پاتې دي.

د بیلد ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ، د جدې په ۱۴مه راپور ورکړی، چې په تېر کال کې په آلمان کې د پناه غوښتنې ۸۲ زره غوښتنې د ۲۰۲۴ کال په پرتله لږ ثبت سوي دي. خو له دې سره سره، د افغانستان اتباع د پناه غوښتونکو په منځ کې تر ټولو ډېره ونډه اخیستی ده.

د خپرو سویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له وګړو څخه ۵۹ زره او ۲۰۰ د پناه غوښتنې شمیري ثبت سوې دي. له دې وروسته، سوریې له ۲۳ زره او ۱۰۰ غوښتنو سره دویم ځای نیولی، او ترکيې له ۱۳ زره او ۸۰۰ غوښتنو سره درېیم مقام لري.

کارپوهان د افغانستان څخه د کډوالۍ د دوام لاملونه د هېواد سیاسي بې‌ثباتي، د ښځو پر وړاندې ټولنیز محدودیتونه، او په داخل کې د پراخو امنیتي ګواښونو شتون يادوي.

په داسې حال کې چې د آلمان د مهاجرت پالیسۍ د پخوا په پرتله لا زياتې سختې سوي دي،، د افغانانو شتون د پناه غوښتونکو په سر کې، د افغانستان د بشري بحران شدت ښيي، چې د نړیوالې ټولنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x