په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوه

کاهش سطح تجاری افغانستان و پاکستان در سال ۲۰۲۴

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ډېره حده راټیټه شوه. د دغو چارواکو په وینا، د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي او پوځي شخړې، په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرحدي شخړې او د سوداګرۍ ناڅرګند محدودیتونه د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پام وړ کمه شي. په وروستیو پېښو کې د خوست او پکتیکا پر سیمو د پاکستاني پوځ له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو ډلې د دغو بریدونو په غبرګون کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان ضد څرګندونې وکړې. دغه کړکېچ تر ډېره د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو اغېز کړی دی.

بیشتر بخوانید:  حقاني په تهران کې د سعودي عربستان له نوي سفیر سره وکتل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه