په ۱۶ ولایتونو کې له نیم ملیون جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته ترلاسه شوه

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې په تیرو دریو میاشتو کې، د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۵۱۰،۰۰۰ جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه د غاصبینو څخه بیرته ترلاسه شوې او اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.
په ۱۶ ولایتونو کې له نیم ملیون جریبه څخه زیاته دولتي ځمکه بیرته ترلاسه شوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په وروستیو دریو میاشتو کې، پورته ذکر شوي کمیسیون په ننګرهار، کندز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتیکا، لوګر، نیمروز، پنجشیر، کاپیسا، سرپل، سمنګان، بادغیس، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې ۵۱۰،۴۴۷ جریبه دولتي یا “اماراتي” ځمکه بیرته ترلاسه کړې ده.

دا ځمکې د ځانګړو محکمو او ولایتي تخنیکي کمیټو لخوا د مفصلو څیړنو وروسته تایید او بیرته ورکړل شوې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، د بیرته ترلاسه شویو ځمکو لویه برخه په نیمروز، میدان وردک او جوزجان ولایتونو کې موقعیت لري، چې ټولټال له ۳۷۲،۰۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه جوړوي.

سرچینې زیاته کړه چې دا ځمکې اړوندو دولتي ادارو ته د عامه ملکیت په توګه لیږدول شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه