په یوه ورځ کې له ۵۷۰ څخه زیاتو کډوالو کورنیو ستنېدل افغانستان ته

د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون ویلي چې د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو په لړۍ کې د شنبې په ورځ، د قوس په پنځلسمه، ټول ټال ۵۷۶ کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنې سوې دي.
په یوه ورځ کې له ۵۷۰ څخه زیاتو کډوالو کورنیو ستنېدل افغانستان ته

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون ویلي چې د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو په لړۍ کې د شنبې په ورځ، د قوس په پنځلسمه، ټول ټال ۵۷۶ کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنې سوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبری آژانس راپور ورکړی چې دا کورنۍ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه داخل سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې مخکې هم له ۷۰۰ زیاتې مهاجرې کورنۍ هېواد ته راستنې سوې وې، چې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي توګه له پاکستانه، د افغانانو د جبري ایستلو او زیاتېدونکو مهاجرتي فشارونو څرګندونه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ (UNHCR) هم تایید کړې چې له پاکستانه د خلکو راستنېدل لاهم دوام لري، او اوسطاً هره ورځ شاوخوا اووه زره کسان افغانستان ته داخلېږي.

دغه لړۍ په داسې وخت کې چټکېږي چې ډېری بېرته ستنېدونکي کورنۍ په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي لکه معیشتی مشکلات، د سرپناه کموالی، او د روغتیايي او تعلیمي خدماتو نشتوالی. نړیوال سازمانونه د بېړني ملاتړ غوښتنه کوي څو د دغو راستنېدونکو وضعیت ته رسیده‌ګي وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x