په یوه ورځ له پاکستانه د ۳۵۰۰ څخه ډېر افغان کډوال ایستل سوي

د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون ویلي، یوازې د جمعې په ورځ، د عقرب په دوهمه نېټه، ۳۶۹۶ افغان کډوال له پاکستانه په زور یا د خپلې خوښې له مخې افغانستان ته ستانه سوي دي.
په یوه ورځ له پاکستانه د ۳۵۰۰ څخه ډېر افغان کډوال ایستل سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون ویلي، یوازې د جمعې په ورځ، د عقرب په دوهمه نېټه، ۳۶۹۶ افغان کډوال له پاکستانه په زور یا د خپلې خوښې له مخې افغانستان ته ستانه سوي دي. یاد کمېسیون څرګنده کړې چې په یاده ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستانه اخراج او افغانستان ته داخل سوي دي.

د کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې، یو شمېر کډوال په زور شړل سوي او یو شمېر نور په خپله خوښه ستانه سوي، خو د کډوالو د شړلو او ستنولو لړۍ په شدّت روانه ده. دغه کډوال د سپین بولدک او د ابریشم پل له سرحدي لارو افغانستان ته داخل سوي دي. په تېرو میاشتو کې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه ډېر سوي، او د دوی د نیولو، شړلو او حتی د شتمنیو د ضبطولو راپورونه ورکړل سوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو مخکې خبرداری ورکړی وو چې دا اجباري ستنېدنې، پرته له دې چې د انسانانو وضعیت په پام کې ونیول سي، کولای سي په ځانګړې توګه د ژمي په درشل کې، په افغانستان کې یو پراخ بشري ناورین رامنځته کړي.

په همدې مهال، راپورونه وايي چې جرمني هم د ناقانونه پناه‌ غوښتونکو د شړلو بهیر افغانستان او روسیې ته پیلوي داسې پرېکړه چې د بشري حقونو په سازمانونو کې یې د جدي اندېښنو څپه راپارولې ده. کارپوهان باور لري چې د دې بهیر دوام به نه یوازې د بې‌وزلو کورنیو ستونزې زیاتې کړي، بلکې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او انساني وضعیت به هم لا پسې خراب کړي.

۱۵:۴۰

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه