په یوه اونۍ کې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۹۷۰۰۰ ټنو څخه زیات توکي لیږدول شوي

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې تیره اونۍ د هیواد د ریل پټلۍ له لارې له ۹۷۰۰۰ ټنو څخه زیات توکي وارد یا صادر شوي دي.
په یوه اونۍ کې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۹۷۰۰۰ ټنو څخه زیات توکي لیږدول شوي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسد له ۳ څخه تر ۹ پورې، د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف هرات بندرونو د ۹۷۵۸۷ ټنو توکو لیږد کوربه توب وکړ، چې په کې تیل، غیر تیل او نور سوداګریز توکي شامل دي.

په ورته وخت کې، د هیواد د صادراتو د یوې برخې په توګه ۱۲۶ ټنه وچې میوې هم بهرنیو بازارونو ته لیږل شوي دي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ټینګار وکړ چې د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالی به نوي کاري فرصتونه برابر کړي، ملي عاید به زیات کړي او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره به لاره هواره کړي.

وزارت هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره د ډیرو اسانتیاوو په رامینځته کولو سره د سوداګرۍ اندازې هم زیات کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه