په یمن باندې د امریکا هوايي بریدونه؛ د یمن پوځ: موږ نه وېرېږو، دښمن دې انتظار وباسي

حملات هوایی آمریکا بر یمن؛ ارتش یمن: ترسی نداریم، دشمن منتظر باشد

په یمن باندې د امریکا او برتانیې بریدونو د زیاتوالي په دوام، د دغو دواړو هیوادونو جنګي الوتکو د صعده ولایت سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۰ تنه شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شول.

سیمه ییزو سرچینو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو ډیری قربانیان ښځې او ماشومان وو.

په یمن کې د استوګنې سیمو باندې دا هوایي بریدونه وروسته له هغه وشول چې د انصارالله ځواکونو اعلان وکړ چي دوی به د غزې د محاصرې په ځواب کې په سره سمندر کې د اسراییلي رژیم سره تړلو کښتیو باندې بریدونه زیات کړي.

د عیني شاهدانو په وینا، د امریکا او برتانیې یرغل له امله د یمن په شمال کې د سخر په منطقه کې د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د مقاومت ملي شورا د دوحې د تړون د لغوه کیدو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه