د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د کنړ ولایت د ناري ولسوالۍ په سرحدي نقطه کې د طالبانو جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړه وکړه. د پاکستان رسمي سرچینو ویلي چې دې نښتې تر یوه ساعت کمه موده دوام وکړ. ځايي شاهدانو ویلي، په دې نښته کې دواړو لوریو د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستی دی. د نښتې د پیل اصلي علت تر اوسه څرګند سوی نه دی، خو ورته شخړې اکثره د سرحدي پوستهجاتو د جوړولو یا بیا رغونې پر سر رامنځته کېږي. تر دې دمه لا هم نه ده روښانه سوې چې لومړی ډزې چا پیل کړې.
- د طالبانو او پاکستانی ځواکونو نښته
د طالبانو جنګیالیو او د پاکستان سرحدي ځواکونو د کنړ ولایت د ناري ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې وسله واله نښته کړې چې تر یو ساعت کمه موده یې دوام وکړ. دواړو لوریو د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستي دي.

- 52
- کې خپور شو 2:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 151480
- October 4, 2025
- کې خپور شو 2:22 ب.ظ
- د خبر شمیره 151480
- October 4, 2025
- تازه تازه 14:22 - October 4, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151480
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



