په کندهار کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو له شتون پرته ښوونیز کال پیل شو

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د کندهار د پوهنې ریاست اعلان کړی، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل کېږي. خو په دې برخه کې د مرکزي حکومت د حکم په تمه دی.

د شمېرو له مخې په کندهار کې شاوخوا ۲۵۰ زره زده کوونکي وجود لري چې ۷۸ زره يې نجونې دي.

په کندهار کې د ښځينه زده کوونکو له ډلې څخه ۴۰ زره يې تر شپږم ټولګي پورته دي.

د دې رياست د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٦٠٠ ښوونځي فعال دي.

د يادونې ده، چې کندهار د هېواد له ګرمو ولايتونو څخه دى او په دې ولايت کې د اوړي په درېيو مياشتو کې ښوونځي تړلي وي.

بیشتر بخوانید:  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال نورستان ته سفر وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x