د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست سرچینې وايي چې په دې ولایت کې د شپږو زرو څخه زیاتو ښوونکو معاشونه له نږدې دریو میاشتو راهیسې نه دي ورکړل شوي.
په کندهار کې ښوونکي شکایت کوي چې د طالبانو له خوا د معاشونو د ورکولو په اړه د پرله پسې ژمنو سره سره، دا ژمنې تر اوسه نه دي پوره شوي.
یو شمېر دغو ښوونکو ویلي چې دوی د روژې او اختر د اړتیا وړ توکي نشي اخیستلی او ژوند یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.