په کندهار کې د کور د چت د غورځېدو په پېښه کې د څلورو کسانو وژل کېدل

د کندهار د طالبانو سیمه‌ییز مسؤلینو د څرګندونو له مخې، دغه پېښه تېره شپه (جمعه، د دلو په ١٠ نیټه) د کندهار ولایت د دامن ولسوالۍ د «غیبی‌کلاچه» په سیمه کې رامنځته سوې ده.
په کندهار کې د کور د چت د غورځېدو په پېښه کې د څلورو کسانو وژل کېدل

سرچینو د باران ورېدل او د ودانۍ  زوړوالی ددې پېښې اصلي علتونه بللي دي.

سیمه‌ییز چارواکو هم دغه پېښه تائید کړې او زیاته کړې ده چې د وژل سویو کسانو په منځ کې یو زوړ سړی او درې ماشومان شامل وو.

تېرې اوونۍ هم د ننګرهار ولایت په یوه کور کې د چت د غورځېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

سرچینې وايي چې ډېری داسې پېښې د کورونو د زړېدو، سختو بارانونو او ځمکېزو خوځښتونو له امله رامنځته کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x