په کندهار کې د طالبانو غونډه پیل شوه

په کندهار کې د طالبانو غونډه پیل شوه

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د “ملي ټلویزیون” کارونکي اکاونټ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې خپرونې کوي، په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې غونډه کې د “دیني عالمانو، سیاستوالو او د خلکو له بېلابېلو برخو” شاوخوا درې زره کسانو ګډون کړی و.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخندزاده په ګډون طالب چارواکي ګډون کري وو.

طالب چارواکي وايي، د دې غونډې د جوړېدو موخه له دغې ډلې ملاتړ دی.

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې د درې ورځو لپاره غونډه وکړه. په دې غونډه کې تر ډېره د طالبانو پلویانو ګډون کړی و او د دغې ډلې له مشر سره یې خپل بیعت تازه کړ.

طالبان دا غونډې په داسې حال کې کوي، چې هېڅ هېواد دغه ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه ده پېژندلې.

بیشتر بخوانید:  د برېښنا شرکت: افغانستان لږ تر لږه ۵ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x