د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د احصایې او معلوماتو ریاست اعلان کړی، چې د تذکرې غوښتونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه په کندهار ولایت کې د برېښنایي تذکرو د وېش دریم مرکز پرانیستل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه مرکز د پرانېستې په مراسمو کې د کندهار لپاره د طالبانو والي مرستيال محمد صادق انقلابي، د احصايې او اطلاعاتو رييس محمد خان، سيمه ييزو چارواکو، ديني عالمانو او د دغه ولايت قومي مخورو ګډون کړى و. په کندهار کې د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو رئیس د دغه مرکز په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10445
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10445
منتشر شده در ۱۴:۵۳ - سنبله ۲۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email